IQNA

    څوک د سږ کال حج له ترسره کولو منع شوي دي؟

10:23 - May 21, 2026
د خبر لمبر: 3492801
ایکنا- د سعودي عربستان  چارواکو د سږ کال د حج د مراسمو لپاره سخت مقررات وضع کړي دي، چې له مخې ئې ځینې کسان  د حج له ادا کولو منع شوي دي.

 ایکنانیوز د «عربي ۲۱»  له قوله راپور راکړ، د ۱۴۴۷ هجري قمري (۲۰۲۶ میلادي) د حج مناسکو د دستورو  له رانږدې کېدو سره، سعودي چارواکي د «له جواز پرته حج منع دی»  په  شعار سره  سخت قوانین عملي کوي.

دغه اقدامات د ګڼ شمېر حاجیانو د تنظیم، د میلیونونو زیارتوالو  د امنیت د تأمین، او د احتمالي روغتیائي او امنیتي خطرونو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي، ځکه اټکل کېږي چې سږ کال به د هوا شرایط هم سخت وي.

سعودي عربستان یوه پراخه تګلاره غوره کړې، چې له مخې ئې د روغتیائي او د عمر د محدودیتونو ترڅنګ، رسمي جواز د مکې او مقدسو سیمو ته د داخلېدو اساسي شرط ګرځول شوی دی.

دا مقررات د ۲۰۲۶ کال له اپرېل میاشت  راهیسې نافذ شوي، او مکې ته داخلېدل یا هلته اوسېدل یوازې لاندې کسانو ته اجازه ورکوي ؛

هغه کسان چې د «نسک» (Nusuk) پلیټ فورم له لارې رسمي د حج جواز ولري؛

هغه کسان چې د مکې د اقامت اجازه ولري؛

او هغه کسان چې په مقدسو سیمو کې د کار رسمي برېښنائي جواز ولري.

همدارنګه، د ټوریسټي ، عمرې او یا هر ډول نورو ویزو لرونکي کسان د ټاکلې مودې تر پای پورې مکې ته له داخلېدو او یا په سعودي عربستان کې له پاتې کېدو منع شوي دي. د عمرې ویزو صادرول هم په دې مودې کې په لنډمهاله توګه ځنډول شوي دي.

د سعودي  عرب د  کورنیو چارو وزارت د سرغړوونکو لپاره سختې سزاوې ټاکلې دي، چې پکې تر ۲۰ زره سعودي ریالو پورې نغدي جر مانه  د هغو کسانو لپاره شامله ده چې له اجازت پرته حج وکړي یا ممنوعه سیمو ته داخل شي.

دغه سزاګانې د استوګنې د قوانینو د ماتولو په بڼه کې سمدستي ایستل او تر لسو کلونو پورې سعودي عربستان ته د بیا داخلېدو بندیز هم په برَ کې لري.

همدارنګه، تر ۱۰۰ زره سعودي ریالو پورې جریمه پر هغو کسانو لګېږي چې له سرغړوونکو سره مرسته وکړي، هغوی ته ځای ورکړي، انتقال ئې کړي، یا د هغو کسانو لپاره د ویزې غوښتنه وکړي چې غواړي مقررات مات کړي. سعودي چارواکي وایي، د دغو اقداماتو موخه د پخوانیو سرغړونو مخنیوی او د تګ راتګ ښه  منظمول دی.

د روغتیا او درملنې په برخې کې هم محدودیتونه وضع شوي دي. د سعودي د روغتیا وزارت د «۱۴۴۷ هجري قمري / ۲۰۲۶ میلادي حج د مسافرو لپاره روغتیائي سپارښتنې او شرایط» تر سند لاندې اعلان کړی، چې ځینې ناروغان به د حج د مراسمو د ترسره کولو اجازت ونه لري.

سعودي چارواکي وائي، دغه اقدامات د حج د تجروبې د ښه کولو، د امنیتي او تنظيمي معیارونو د لوړولو، او د روغتیائي او لوجسټیکي چارو د لا ښه مدیریت لپاره ترسره کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4353220

captcha